په اسلام اباد کې له امام باړې سره نېږدې چاودنه شوې ده
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې د شیعه ګانو په یوه امام باړه (امام بارګاه) کې چاودنه شوې ده چې پکې د یوشمېر کسانو د ژوبلېدو راپورونه دي.د اسلام اباد پولیسو مشال راډيو ته وویل چې چاودنه د فبرورۍ پر شپږمه په ترلايي کلان سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال له امام بارګا بهر شوې ده.
پولیس وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا یو ځانمرګی برید وو خو زیاتوي چې د پېښې نوعیت په اړه کره معلومات به وروسته شریک کړي.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه او د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې د پولیسو سرتېري...