د پاکستان پوځ وایي، په بلوچستان کې یې پوځي عملیات پای ته رسولي
د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په بلوچستان کې یې د بېلتونپالو پر ضد پوځي عملیات چې یوه اونۍ یې دوام وکړ، پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د دې ایالت په بېلابېلو نا ارامه سیمو کې ترسره شول، ۲۱۶ وسله وال وژل شوي دي.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې بلوچستان، چې د پاکستان تر ټولو لوی او وروسته پاتی ایالت دی، پکې د شنبې په ورځ هغه مهال نږدې ټولې چارې په بشپړه توګه ودریدې چې بېلتونپالې بلوڅ لبریشن آرمي (BLA) په سیمه کې پر ښوونځیو، بانکونو، بازارونو او امنیتي تأسیساتو بریدونه وکړل.