له قزاقستانه افغانستان ته د غلو صادرات نږدې دوه برابره شوي
له قزاقستان څخه افغانستان ته د غلو صادرات د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې نېټې پورې نږدې دوه برابره شوي دي.
د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې افغانستان ته په دې موده کې د غلو صادرات ۱،۹ برابره زیات شوي او ۴۱۶ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې وړم کال په همدې موده کې دا کچه ۲۱۶ زره ټنه وه.
د قزاقستان د اورګاډي د ملي شرکت د معلوماتو له مخې، قزاقستان ټولټال ۵،۸ میلیونه ټنه غله صادرکړې چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله یو میلیون ټنه زیاتوالی ښيي او زیاتوي چې دا چاره په مرکزي...