د افغانستان ډیرې برخو کې د غیر معمول ګرمې هوا اټکل شوی دی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې د افغانستان په ډیری برخو کې د ۱ څخه تر ۵ درجو سانتي ګراد پورې دغیر معمولې تودوخې اټکل شوی.
دغې ادارې وویل په دې سره کیدای شي د یخنۍ خطر کم اود ژمي کروندې بهترې شي او ورشوګانو ته لاسرسی اسانه شي، خو د واورې په چټک ویلې کیدو او د ذخیرو په کمیدو به یې د فصل په پاې کې د خاورې رطوبت او د اوبو شتون محدود شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د چهارشنبې په ورځ (د جنوري ۴) په خپله ایکسپاڼه داهم ولیکل چې د تودوخې ترڅنګ د اوسط څخه اوچت باران کولی...