Добавить новость

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو ډزو مرګ ژوبله اړولې

د جرمني dpa خبري اژانس د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا ادارې په حواله راپور ورکړ چې د چهارشنبې په سهار په غزه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول، چې دا پیښه د اسراییلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ د اوربند نازکوالی په ګوته کوي. حماس ډله د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان پیژندل شوی دی. د اسراییلو پوځ وویل چې دوی په شمالي غزه کې څو بریدونه وروسته له هغه وکړل چې فلسطینیانو په اسراییلي سرتیرو ډزې وکړې او یو یې ټپي کړ. د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع ادارې وویل چې یو ۱۲ کلن ماشوم په مړو کې شامل دی.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта