د اوکراین، روسیې او امریکا چارواکي نن ابوظبي کې غونډه کوي
ټاکل شوې ده چې د اوکراین، روسیې او د امریکا مرکچي پلاوي نن (د فېبرورۍ پر څلورمه) په ابوظبي کې راټول شي او د اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د فېبرورۍ پر درېیمه روسیه تورنه کړه چې له هغې موافقې یې سرغړونه کړې ده چې امریکا یې هم ملاتړ کوي او هغه د خبرو پرمهال د اوکراین د انرژي پر سکتور له بریدونو څخه ډډه کول دي.
زیلینسکي دا هم وویل چې تیره شپه روسیي ځواکونو په سلګونو ډرون الوتکې او بالستیک توغندي پر اوکراین ویشتلي او د اوکراین د انرژي مرکزونه یې زیانمن کړي دي.