د بلوچستان په جګړو کې تر ۲۵۰ ډیر کسان وژل شوي
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي وویل، له شنبې راهیسې په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو له همغږه عملیاتو راپه دې خوا تر دوه سوه پنځوس ډير کسان وژل شوې دي او لاهم جګړې روانې دي.
دې لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس اژانس ته څرګنده کړه چې د ترهګرو پرضد د دې عملیاتو پرمهال یو سل او اووه نوي ترورستان وژل شوې دي، د ملکي تلفاتو شمیر شپږ دیرشو ته رسیږي او دوه ویشت امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلوچ بیلتون غوښتونکو( بي ایل اې) د اونۍ په پيل کې د بلوچستان په نژدې ټولو مهمو ښارونو هممهاله...