پاکستان وايي د ایران او امریکا ترمينځ يې په راتلونکو مذاکراتو کې د ګډون بلنه تر لاسه کړې ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې اسلام اباد ته د ایران او امریکا ترمينځ په خبرو اترو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمينځ د تاوتریخوالي کمول دي.د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د فبرورۍ پر درېيمه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "پاکستان د ایران او امریکا ترمينځ د راتلونکو خبرو اترو لپاره بلنه ترلاسه کړې ده."
ډان ورځپاڼې د یوې سفارتي سرچينې په حواله ويلي دي چې تمه کېږي چې د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به په هغه غونډه کې برخه اخلي.