د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تایید کړه چې امریکا سره خبرو ته کیني
وروسته لدې چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ګواښ وکړ چې که موافقه ترلاسه نشي نو"بد څه به وشي" ، د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان نن د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې متحده ایالاتو سره د اټومي خبرو اترو د پیل لارښوونه یې کړې.
تردې مخکې ، د اکسیوس رسنۍ د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او دامریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف به د راتلونکې جمعې په ورځ په استانبول کې سره وویني.
پیزشکیان د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: "ما خپل د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې، په دې شرط چې یو مناسب چاپیریال...