Добавить новость

د طالبانو حکومت کابل کې دنبوي سنتي طب د لومړني پوهنځي د تاسیس خبر ورکړ

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عالي تحصیلاتو وزارت په هیواد کې د نبوي سنتي طب د لومړني پوهنځي د تاسیس خبر ورکوي. وزارت وايي دغه پوهنځی د طالبانو د مشرتابه له حکم سره سم د کابل د طبي علومو د پوهنتون په چوکاټ کې جوړیږي. وزارت ددوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه پوهنځی به د روغتیايي علومو په پرمختګ او د مسلکي کادرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي. سره لدې چې خبر کې ډیرجزئیات نشته خو نبوي طب د ځینو بیماریو په علاج کې په نبوي ارشاداتو او نباتی علاج باندې ډیر ولاړ دی او له کلونو راهیسې افغانستان او سیمه کې خپل مراجعین لري.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта