Добавить новость

د افغانستان او سکاټلنډ تمریني لوبه

د کرکټ د نړیوال جام په تمریني لوبه کې افغانستان او سکاټلنډ لوبه لري. افغان ټیم لومړی بیټینګ وکړ او په شلو اورونو کې یې ۱۸۵ منډې هدف وټاکه. دا لوبه د هند په بنګلور ښار کې روانه ده. په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره درویش رسولي په ۴۶ توپونو ۸۴ منډې جوړې کړې چې پکې ۵ شپږیزې او ۷ څلوریزې شاملې دي. تمه ده د افغانستان ټیم بله تمریني لوبه راتلونکې چهارشنبه له ویسټ اندیز سره وکړي. د کرکټ د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اووریز جام د هند او سریلانکا په کوربه توب دا اوونۍ پيلیږي چې د افغانستان اولنۍ لوبه به راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ په وړاندې وي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта