پاکستان په نړيوال ۲۰ اووره کرکټ جام کې هند سره د لوبې له کولو انکار وکړ
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې لوبډله به یې د ۲۰۲۶ کال په شل اووره نړيوال کرکټ جام کې له هند سره سیالي نه کوي.د پاکستان حکومت پر اېکس ليکلي بیان کې ويلي چې لوبډله به یې هغه نړيوال جام ته ورځي مګر له هند سره به لوبه ونکړي. حکومت تر اوسه د خپلې هغې پرېکړې لپاره کوم دليل نه دی وړاندې کړی.
د فرورۍ په اوومه پيليدونکي، د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ په هند او سريلنکا کې کېږي. د اسلام اباد او نوي دهلي د خرابو اړيکو له وجې، پاکستانۍ لوبډله هند ته سفر نه کوي نو ځکه یې ټولې لوبې په سريلنکا کې پلان شوې دي.