د ایران په دوو ښارونو کې چاودنو یو شمېر خلکو ته مرګژوبله رسولې
د ایران په بندرعباس او اهواز کې دوه چاودنې شوي چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د هرمزګان ولایت د بیړنیو چارو د کنټرول ادارې ویلي چې شنبه په بندرعباس ښار کې په یوه هستوګنیزه ودانۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۱ کس وژلی او ۱۴ نور یې ژوبل کړي دي.
چارواکو ویلي چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله شوې.
اخوا په اهواز کې هم چارواکو تایید کړې چې په کیانشهر سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د چاودنو تر راپورونو وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د ایران د سمندري...