د ملګرو ملتونو سرمنشي: په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ټولګډونه حکومت بنسټیز شرط دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل د سولې د ټینګښت بنسټیز شرط دی او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوی یو مهم اصل بلل کېږي.
انتونیو ګوتېرش دا څرګندونې په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې څلورو بنسټیزو موخو ته ژمن دي.
«موږ په افغانستان کې څلورو بنسټیزو موخو ته ژمن پاتې کېږو،لومړی، دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د افغانستان بنسټونه په رښتیا هم ټول ګډونه وي او د ټولنې د هرې برخې استازیتوب ولري،...