سیګار اداره سر له ننه منحل شوه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د سرمفتش اداره( سیګار) سر له ننه د یوې خپلواکې ادارې په توګه منحل شوه.
دا اداره چې په دوه زره اتم کال کې د متحد ایالتونو د کانګرس له خوا جوړه شوې وه هدف یې په افغانستان کې په پوځي، پرمختیایي او بشري پروګرامونو کې د امریکا د لګول شویو میلیارډونو ډالرو پلټنه او تفتیش و.
سیګار خپل وروستی راپور تیره میاشت خپور کړ او په هغه کې یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې له دوه زره دوهمه تر دوه زره یو ویشتم کلونو پورې د متحد ایالتونو کانګرس شاوخوا یوسل او څلروڅلویښت...