ښاریانو ته د کابل ښاروالۍ سپارښتنه: واورې په هغه ځای کې ذخیره کړئ چې جذب شي
په کابل کې چې ډیره واوره شوې، د طالبانو د حکومت د کابل ښارولۍ له خلکو غواړي چې د خپلو کورونو د بامونو او حویلۍ ګانو واورې د پخوو ځایونو په ځانګړي ډول سړکونو او پلوو لارو پر ځای، د خپلو کورونو په خاورینه ځمکه راټولې کړي.
د دغې ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په اتمه ازادي راډیو ته وویل، دا کار له یوې خوا د ځمکې لاندې اوبو له پیاوړتیا سره مرسته کوي او له بلې خوا د زېربناوو د تخریبېدو خطرکموي:
" له ټولو ښاریانو غواړو چې د خپلو بامونو او حویلیو واورې پخوو ځایونو په ځانګړي...