"په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې د ایران او ترکیې پر پوله د لسګونو افغانانو د مړینې ادعاوې"
په ایران کې میشت یو شمېر افغانان چې غوښتل یې له غیر قانوني لارو ترکیې ته او له هغه ځایه اروپا ته ولاړ وشي، وايي په دې وروستیو کې په دغو لارو لسګونه افغانان د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.
دوی ادعا کوي چې شاوخوا ۲۵ کسان د ترکیې سرحدي پولیسو له وهلو، ډبولو وروسته، له بوټانو او ژمنیو جامو پرته بیرته د ایران په لور په سختو او واورینو لارو شړلي دي.
د دغې پیښې په اړه په ایران کې یوشمیرافغان کډوالو څو ویډیوګانې له ازادي راډیو سره شریکې کړي چې په یوه کې یې ادعاکوي چې د روانې جنوري میاشتې په ۲۵ له ایرانه...