اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه: له طالب چارواکو سره نژدې په هرو لیدنو کتنو کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو موضوع مطرح کیږي
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند وایي، برتراند وایي، د طالبانو له چارواکو سره نژدې پرهرو لیدنو کتنو او تعامل کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع مطرح کیږي خو پرهغوی د لګول شویو محدودیتونو لیرې کیدل اسانه خبره نده.
نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل چې د همدې لپاره له طالبانو د دوی اصولي تعامل او دوامداره خبرې روانې دي. هغه پرښځو او په ځانګړې توګه د نجونو پرزده کړې د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونوته په اشاره وویل...