ټرمپ: دی هیله لري چې د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدانشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي دی «هیله لري» چې د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ته اړتیا پیدا نه شي، خو ده سیمې ته یو «لوی سمندري ځواک» استولی او د هوایي بریدونو احتمال یې هم ندی ردکړی.
ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۶مه له اکسيوس سره په مرکه کې وویل چې د ایران اړوند وضعیت «بدلېدونکی» دی، ځکه هغه سیمې ته «لوی سمندري ځواک» لېږلی دی. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د برید ډلې په ګډون د «يو اېس اېس ابراهام لنکن» په مشرۍ د الوتکو وړونکې بېړۍ اوس د منځني ختیځ په اوبو کې ځای پر ځای شوې ده. خو ټرمپ زیاته کړه...