پاکستان کې ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي، ۱۳ ژوبل دي
د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې په دریو جلا، جلا ټرافیکي پیښو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فيضي د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه (د جنورۍ پر ۲۶مه) په صوابۍ کې له انبار انټرچېنج سره نېږدې د باران پر مهال د يو ټرېلر له دريو نورو ګاډو سره د جنګېدو په پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۰ نور ژوبل شول.
نوموړي زياته کړه د پېښې ژوبل کسان د هغې ضلعې باچا خان روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.
اخوا د پاکستان ډان او جيو...