باجوړ جرګه: خلک دې نور په غم او ښادۍ کې زیات لګښتونه نه کوي
د باجوړ په زېګي ماموندو کې یوې جرګې د ګران بیه دودونو او رواجونو د ختمولو اعلان کړی دی او وايي، د دې موخه د اصراف مخنیوی او په غم او ښادۍ کې د بېوزلو ګډون باوري کول دي. د جنورۍ پر ۲۵مه په جرګه کې ولسي مشرانو، دیني عالمانو او ولسي وګړو ګډون وکړ. جرګې پرېکړه وکړه چې یوازې دوه ګاډي باید د واده په جنج ولاړ شي، داراز، که څوک له حج یا عمرې ستنېږي نو د هغه ستړي مه شي ته هم باید یوازې دوه ګاډي هوايي ډګر ته ورشي. جرګې داراز پرېکړه کړې چې د واده زلمي کورنۍ به ناوې ته یوازې یوه توله سره زر جوړوي. د سیمې ډېریو...