کراچۍ: فعالانو پر خنډونو سربېره د ایمان مزارۍ او د هغې مېړه ته د سزاګانو اورولو ضد مظاهره کړې ده
په کراچۍ کې د بشري حقونو یوشمېر فعالانو او خبریالانو د پولیسو پر خنډونو سربېره د بشري حقونو د فعالانو او وکیلانو ایمان زینب مزارۍ او د هغې مېړه هادي علي چټه د ګرفتارۍ او بیا ورته د عدالت له لوري د کلونو د بند او جرمانو سزاګانو اورولو پر ضد مظاهره کړې ده.ټاکل شوې وه چې وکیلان، خبریالان، د مدني ټولنې غړي او ولسي وګړي د جنورۍ پر ۲۶مه د کراچۍ خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وکړي خو د سیند صوبې پولیسو د پرېس کلب پر لوري تلونکې لارې تړلې وې او ورباندې یې کنټینرونه، د پولیسو او سرکاري ادارو ګاډي درولي ول....