اېمل ولي خان وايي له تیرا "په زور" د خلکو ایستل نه مني
د عوامي نیشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان یو ځل بیا د پاکستان او خیبر پښتونخوا پر حکومتونو او امنیتي چارواکو غږ کړی چې په تیرا کې دې د عملیاتو له پرېکړې په شا شي. نوموړي د جنورۍ پر ۲۵مه په کراچۍ کې د خدايي خدمتګار تحریک د بنسټګر او عدم تشدد د مفکورې مبارز باچا خان ۳۸م او د ملتپاله سیاستوال ولي خان ۲۰م تلین اونۍ لمانځلو په مناسبت جلسې ته په وینا کې وویل، دا ورته بالکل د منلو نه ده چې په عملیاتو کې دې "درنې بمبارۍ" وشي او "زرګونه پښتانه په زور بې کوره" شي. نوموړي د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو...