غالۍ اوبدونکې ښځې بازارونو ته د محدود لاسرسي په خاطر له ستونزو سره مخامخ دي
د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې ښځو ته د غالیو اوبدلو د ځانګړو شرکتونو یو شمیر مسؤلانې وايي، بهرنیو بازارونو ته د محدود لاسرسي او د تولید نیمګړو پروسو په ګډون ستونزې د دې لامل شوي، چې د دوی کارګران لږ او په ځنډ معاشونه ترلاسه کړي. دې مېرمنو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې ستونزې د حل لپاره باید دوی په خپلو شرکتونو کې د غالیو د تولید بشپړ تجهیزات ولري او نړیوالو بازارونو ته یې مستقیم لاسرسی برابر کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم ویلي، که څه هم ښځې په افغانستان...