د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمري ډیکارلو: پرافغان ښځو لګول شوي محدودیتونه دې سمدستي لیرې شي
په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو، کابل ته خپل سفر پرون یکشنبې پای ته ورساوه.
ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې اغلې ډیکارلو د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې له واکمنو چارواکو، په کابل کې مېشتو د دیپلوماتیکې ټولنې له غړو، همدارنګه له ښځو، د مدني ټولنې له استازو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې له ښځینه کارکوونکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې له واکمنو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې...