ځینې افغان نجونې: که څه هم انلاین زده کړې کوو خو دا د حضوري زده کړو ځای نه شي نیولی
یو شمېر افغان نجونې وایي، د طالبانو له لوري د دوی په زده کړو له محدودیتونو سره سره دوی هڅه کړې چې له بیلابیلو لارو په ځانګړي ډول په انلاین ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دوی ازادي راډيو ته وویل، که څه هم انلاین زدهکړو کې هم ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او نه شي کولای په بشپړه ډول د حضوري زدهکړو ځای ونیسي، خو په خبره یې دوی لپاره د زدهکړو د دوام یوازینۍ لاره اوس همدا ده. په ورته وخت کې،د زده کړو د حقونو یو شمېر فعالان وايي د دغه نجونو هڅې د زده کړې د حق لپاره د دوی د مبارزې ښکاره څرګندونه کوي.
یو شمېر...