د بلیجم حکومت؛ د افغانو د اخراج په اړه له طالبانو سره خبرې کوو
د بلجیم حکومت له طالبانو سره له دې هېواد د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه خبرې کوي.
د بي ار اف په نوم یوې بلجیمي رسنۍ پرون شنبې د (جنوري۲۴مه) راپور ورکړی چې د بلجیم حکومت په دې غور کوي چې څنګه په دې هېواد کې "رد شوي او مجرم افغان کډوال" بیرته افغانستان ته ستانه کړي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د بلجیم د کډوالو ادارې مشر فردي روزمونټ له یو شمیر نورو اروپايي چارواکو سره افغانستان ته له سفر وروسته ویلي،" بلجیم او شل نور اروپايي هېوادونه غواړي د هغوو افغانانو په اړه چې په دې هېوادونو کې يې د منل کیدو...