ايمان مزارۍ او د هغې خاوند زندان ته لېږل شوي دي
په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزاري په اسلام اباد کې تر نیول کېدو وروسته د راولپندۍ اډياله زندان ته لېږدول شوې ده.ايمان مزاري او د هغې خاوند هادي علي چټه د جنورۍ په ۲۳ مه تر نیول کیدو څو ساعته وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې په قضايي ریمانډ اډياله زندان ته وليږدول شوي دي .
د ترهګرۍ ضد عدالت ته د دوی د وړاندې کولو پر وخت سخت امنیت نیول شوی وو، وکیلانو او د رسنیو کارکونکو ته عدالت ته ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې. د قضیې اوريدنه د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي ابوالحسنات محمد ذوالقرنین وکړه....