د ازبکستان وارداتي برېښنا د سختو اورښتونو او توپانونو له امله پرې شوې
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې برښنا شرکت اعلان کړی چې له ازبکستانه افغانستان ته وارداتي برېښنا د سختو اورښتونو او توپانونو له امله پرې شوې ده.
دې شرکت زیاته کړې چې د افغانستان ۱۲ ولایتونه د دې تخنیکي ستونزې له امله د برېښنا کمښت او پرله پسې پرې کېدو سره مخ دي.
د دې ولایتونو ځیني اوسېدونکي وایي چې په سړې هوا او ژمي موسم کې د برېښنا ډېر او پرله پسې پرې کېدو دوی له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.