د اسلام اباد پوليسو د بشري حقونو فعاله او وکيله ايمان مزارۍ او د هغې خاوند نيولي دي
د اسلام اباد پوليسو د بشري حقونو فعاله او قانون پوهه ايمان مزارۍ له خپل خاوند او وکیل هادي علي چټه سره یو ځای ګرفتار کړي دي.د ايمان مزارۍ مور او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) په حکومت کې د هغه هېواد پخوانۍ وزیرې شيرین مزارۍ پر اېکس پاڼه په یو بیان کې پخلی کړی دی چې لور او زوم یې د جنورۍ پر ۲۳مه نیول شوي او "په دوو جلا جلا ګاډو کې پر ناڅرګند لوري ته وړل شوي دي."
شيرین مزاري تور پورې کړی چې پولیسو له تشدده کار اخیستی او د هغوی د ګاډي ښیښې یې هم ماتې کړې دي او د دې په وینا، "پولیسو د ګرفتارۍ پرمهال...