په کابل کې واورې ته د ښاریانو خوښۍ او اندیښنې
په کابل ښار کې پنجشنبې د دلوې د میاشتې په دویمه نېټه د کال لومړۍ واوره وورېده؛ چې د پلازمېنې د یو شمیر سیمو سړکونه، لارې او کوڅې یې سپینې کړې.
د ژمي د فصل له پیل څخه د یوې میاشتې په تېرېدو، دې واورې ته یو شمیر کابل ښاریان خوښ دي.
د کارتهنو سیمې اوسېدونکې خاطرې، د پنجشنبې په ورځ د دلوې په دویمه ازادي رادیو ته وویل:
"کله چې بهر ووتلو، ومولیدل چې ټول ماشومان راوتلي وو او ټول خلک د واورې له اورېدو خوند اخلي. هر څوک ډېر خوشاله وو، ځکه له یوې خوا وچکالۍ او له بلې خوا ککړې هوا خلک ډېر ځورولي وو."
عبدالعلي، د کابل ښار بل اوسېدونکي هم وویل...