ټرمپ: د ناټو عسکر افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې شاته وو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د ناټو عسکر په افغانستان کې په لومړۍ کرښه کې نه وو.
ښاغلي ټرمپ دا خبره له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې.
هغه ویلي: «هغوی ټولو ویلي چې ډېر عسکر یې افغانستان ته لیږلي. هغوی دا کار کړی دی. [مګر] هغوی شاته وو، له لومړۍ کرښې لږ شاته»
د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو د بريټانوي سیاستوالو غبرګونونه او نیوکې پارولي.
منتقدینو په افغانستان کې د بریټانیا د ۴۵۷ عسکرو د وژل کېدو خبره یاده کړې.
د بریټانیا د پارلمان غړي او پخواني پوځي چې افغانستان کې یې هم د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره ګډ...