ټرمپ د غزې "سولې بورډ" رسماً اعلان کړ
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۲مه په سوېټزرلينډ کې د يوې غونډې پر مهال د غزې تړانګې "د سولې بورډ" رسماً اعلان کړ.نوموړي پر دې مهال وويل چې په دې بورډ کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو يوشمېر "ځيرک (زیرک) مشران" ګډون لري او هيله من دی چې هغوی به په ګډه په غزه کې د سولې لپاره هلې ځلې پرمخ یوسي.
د سولې بورډ یوه نړيواله اداره ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې تایید کړې وه. د بورډ موخه د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ اوربند ته لاره هوارول او د غزې بیا رغول ښوول شوې وه.