د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې وروستۍ چاودنه په کلکه وغندله
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې په کابل کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنه په کلکه وغندله.
دې شورا پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ترهګري په ټولو شکلونو او بڼو د افغانستان او همدارنګه د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې له تر ټولو جدي ګواښونو څخه ده.
په دې چاودنه کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو په یوه رستورانټ کې وشوه او مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې واخیست، اوه تنه ووژل شول چې یو یې چینایی وګړی و. د دې...