د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: د تیرکال ترپایه په نړۍ کې له درې سوو زیات خبریالان په زندانونو کې و، د افغانستان نوم ندی یاد شوی
د ۲۰۲۵ کال په پای کې د پرله پسې پنځم کال لپاره په نړۍ کې له ۳۰۰ څخه زیات خبریالان په زندانونو کې ساتل شوي دي. دا خبره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په خپل نوي راپورکې چې د جنوري په ۲۱ یې خپورکړی کړې ده. د راپور له مخې، په هغه سروې کې چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه ترسره شوې، چین، میانمار او اسرائیل تر ټولو زیات زنداني خبریالان لرل، او ورپسې د روسیې او بیلاروس یادونه شوې.
د CPJ د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پای پورې په نړۍ کې ټولټال ۳۳۰ خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله زنداني شوي وو.