پاکستان کې افغان کډوال؛ د څښاک اوبه نه لرو، داکټر ته تللی نه شو، کار کولی نه شو، هر څه په موږ بند دي
په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار خبرداری ورکړی چې پر تګ راتګ محدودیتونو د دوی ژوند له جدي مالي ناورینونو سره مخ کړي دي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د جنورۍ په ۲۰مه یې په ریلیف ویب پاڼه خپور کړی ویلي چې دغو محدودیتونو په پاکستان کې خدمتونو او معیشت ته د افغان کډوالو پر لاسرسي جدي اغېز کړی دی.
په راپور کې دا هم راغلي چې اسلام اباد، راولپندۍ او شا او خوا ښارونو لکه اټک کې د پولیسو...