ریچارډ بینیټ: هیوادونه دې د بشریت پرضد د جرم په توګه د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټایډ د قانوني کولو ملاتړوکړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ له هیوادونو وغوښتل چې د بشریت پرضد د جرم په توګه د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټاید د قانوني کولو ملاتړوکړي. بینیټ نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې په نیویارک کې د بشریت پر ضد د جرمونو د کنوانسیون په اړه بحثونه پیلیږي، دی د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض یا توپیرپالنې په اړه له کاري ډلې سره یوځای کیږي. په عین حال کې په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ استازي، چې چاري یې د پخواني...