UNHCR: په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ محدودیتونو د هغوی ژوند سخت کړی دی
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ لګېدلي محدودیتونه بنسټیزو خدمتونو او د عاید سرچینو ته د دوی لاسرسی سخت محدود کړی او ډېری کورنۍ یې له سختو مالي بحرانونو سره مخ کړې دي.
په هغه راپورکې چې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا اړوند ریلیف ویبپاڼه کې د سې شنبې په ورځ خپورشوی، هغو افغانانو چې په اسلام اباد، راولپنډۍ او شاوخوا ولسوالیو لکه اټک کې ژوند کوي، له خپلو کورونو د ایستلو، د پولیسو له خوا د ځورونو، نیونو او شړلو د پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي.