د یوې پارلماني څیړنې موندنې ښیي چې جرمني نه غواړي له پاکستان څخه له زرو زیات افغانان هغه هیواد ته ولیږدوي
له زرو څخه زیات افغانان چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته جرمني ورسره ژمنه کړې وه چې هغه هیواد ته به یې لیږدوي، د بیا مېشتېدو اجازې یې رد شوې دي.
د جرمني "نویه اوسنا بروکرڅایتونګ" ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د پارلماني څیړنې د موندنو له مخې راپور ورکړ چې له دوه زره ۳۰۸ افغانانو څخه چې په راتلونکې کې په جرمني کې د میشتیدو په اړه د پریکړې په تمه دي، نږدې نیمایي یې ته به یې جرمني ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شي.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې اټکل کېږي چې دغه شمیر افغانان له میاشتو...