د کراچۍ په پلازا کې د اور لګېدو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی
چارواکي وايي، د کراچۍ په مرکزي تجارتي سیمه صدر کې په یوه پلازا کې د اورلګېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی او ۲۴ کسان ژوبل دي.د ژغورنې او مرستندویه چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) وايي، د اور له وجې د ګل پلازې شاوخوا ۴۰ سلنه برخه زیانمنه شوې او ګڼ دوکانونه بشپړ سوځېدلي دي.
په هغه پلازا کې اور د جنورۍ پر ۱۷مه ماښام مهال ولګېد چې د چارواکو په وینا د جنورۍ ۱۹مې پر سهار یې وواژه.
حکومتي چارواکو خبریالانو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه یې له ودانۍ څخه ۱۴ مړي وایستل چې بشپړ سوځېدلي او لا یې پېژندګلوي نه ده شوې.