په کابل کې چاودنې لږ تر لږه ۷ تنه وژلي، یوشمېر ژوبل دي
د افغانستان د پلازمېنې کابل د نوي ښار (شهر نو) په یو رستوران کې چاودنې لږ تر لږه اووه تنه وژلي او یوشمېر نور یې ژوبل کړي دي.د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي چې چاودنه د جنورۍ پر ۲۰مه "د شهر نو د ګلفروشۍ" په کوڅه کې په یوه رستوران کې شوې ده.
نوموړي ویلي چې پلټنیزې ډلې د "چاودنې د نوعیت په اړه" تحقیقات کوي چې "جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک" کړي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز اژانس ته ویلي دي...