Добавить новость

په سوریه کې د نوروز ورځ رسمي رخصتي شوه

د سوریې ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړ او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د سوریې د رسمي ژبې په توګه وپیژندله. د هغه فرمان له مخې چې د جمعې په شپه خپور شو په هغه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې هغو کردانو ته به هم د سوریې تابعت ورکړل شي چې د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د سرشمیرنې پرمهال محروم شوي وو. له نولس سوه شپږ څلویښتم کال راپه دې خوا چې سوریې خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت د کردانو ملي حقوق ورکوي. د سوریې له شل میلیونه نفوس څخه شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта