د افغانستان د ۱۹کلنو د کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ۱۹کلنو لوبغاړو د کرکټ د یو ورځینو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې د ۲۸منډو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړه.
د زیمبانوي او نامیبیا په کوربتوب په دغه جام کې پرون پنج شنبې د افغان لوبډلې په ګډون درې لوبې ترسره شوې.
انګلستان د ۳۷منډو په توپیر پاکستان او اسټرالیا د اتو ویکټو په توپیر ایرلند ته ماتې ورکړه.
سویلي افریقا د افغان لوبډلې لپاره ۲۶۷ مڼدې هدف ټاکلی و چې افغان زلیمانو په ۴۷اور کې پوره کړ.
د افغانستان بله لوبه د راروانې یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۸مه له ویسټ انډیز سره ده.
د نولس کلنو...