په جلال اباد او هرات ښار کې د رکشاوو پر چلولو محدویدت وضع شوی
په هرات ولایت د رکشاوو په فعالیت د محدودیتونو تر لګېدو وروسته، د ننګرهار ولایت د ترافیکو ریاست هم په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د رکشاوو فعالیت محدود کړی او د فعالیت لپاره یې ځانګړي مسیرونه ورته ټاکلي دي.
خو دې اقدام په ننګرهار کې یو شمیر رکشا چلوونکي اندېښمن کړي دي.
د جلال اباد ښار یو رکشا چلوونکی چې د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ مشري هم کوي وايي، چې د ننګرهار د ترافیکو ریاست لخوا د رکشاوو پر فعالیت له دوه ورځو راهیسې د محدودیت له امله یې ګټه ډیره کمه شوې ده.
ده د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرېدو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل...