Добавить новость

واشنګتن د ایران په اړه د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې

تمه ده چې نن د واشنګتن په غوښتنه د ملګرو ملتو امنیت شورا د ایران په اړه بیړنۍ غونډه وکړي. د بخښني نړیوال سازمان هم په ایران کې د نورو کسانو د وژلو د مخنیوي په پار د امنیت شورا د دې غونډې هیله کړې ده. د ناروې په پلازمینې اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو موسسې ویلي دي چې په ایران کې د لاریونونو له پيله تر اوسه لږ تر لږه درې زره څلور سوه اته ویشت لاریون کوونکي وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان دي. د ایران د بهرنیو چارو ویر عباس عراقچي دا شمیرې ردوي او وایي چې یوازې څو سوه تنه وژل شوي او د دوی حکومت به وروسته دا شمیرې په ډاګه کړي.
Губернаторы России



Заголовки
Заголовки
Moscow.media
Ria.city

Новости России




Rss.plus

Музыкальные новости


Новости тенниса







Новости спорта