د طالبانو حکومت: په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي او ورته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسو د فعالیت، ورته د ځانګړې پاملرنې او په دغو مدرسو کې د میلیونو کسانو د زدهکړې اعلان وکړ، یو شمیر افغانان وایي، که څه هم دیني زدهکړه مهمه ده، خو عصري زدهکړو ته د نجونو او هلکانو له بشپړ لاسرسي پرته به د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ شي.
د کابل یو اوسېدونکی، چې د دوو زامنو پلار دی او د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
"غوښتل مې چې ماشومان مې په ښوونځي کې زدهکړه...