ټرمپ وايي، ایران اعدامونه دروي خو دی پوځي اقدام د میز له سره نه لیرې کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ایران د اعتراض کوونکو اعدامونه ځنډولي دي. هغه د "بل لوري ډېرو مهمو سرچینو" په حواله دا خبره وکړه، خو په ټول منځني ختیځ کې کړکیچ لا هم لوړ پاتې دی، ځکه چې د تهران پر ضد د امریکا د پوځي اقدام احتمال شته.
ټرمپ پرون چهارشنبې د جنورۍ په ۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:
"هغوی ویلي دي چې وژنې درول شوې دي او اعدامونه به نه ترسره کېږي — نن باید ډېر اعدامونه ترسره شوي وای، خو دا اعدامونه به ونه شي او موږ به دا خبره معلومه کړو." هغه زیاته کړه "موږ ته باوري سرچینو...