د افغانستان د رسنیو د ملاتړسازمان: پاکستان کې افغان خبریالان مصون ندي
دافغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) وايی صمیم نعیمي پلازمینه اسلام آباد کې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی دی.
سازمان دنعیمي نیول کیدل په کلکه غندي او خپله اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ په ایکسپاڼه خپره کړې وايي سره لدې چې ښاغلي نعیمي دفرانسې د سفارت یو رسمي مکتوب درلوده پولیسو نیولی او حاجی کیمپ ته بیولی دی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان رئیس حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې افغان خبریالان د پاکستان په شمول ګاونډیو هیوادونو کې په ډیر بد وضعیت کې دي او په دې وروستیو کې پاکستان کې دافغان...