بریتانیا: په تهران کې یې خپل سفارت د لنډې مودې لپاره تړلی دی
بریتانیا پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د دې هېواد سفارت په تهران کې مؤقتاً تړل شوی دی.
د آزادې اروپا/ ازادي راډیو د فردا څانګې د راپورله مخې یوه بریتانوي چارواکي ویلي چې د بریتانیا سفیر او د قونسلګرۍ ټول کارکوونکي د امنیتي ارزونو پر اساس او د کارکوونکو د خوندیتوب د لومړیتوب لپاره ایستل شوي دي.
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې ایراني چارواکي هڅه کوي د اسلامي نظام پر ضد پراخ او سراسري اعتراضونه کنټرول کړي او هغه هم داسې مهال چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د مداخلې ګواښ کړی دی.