سید عابد حسین: د حکومت د کمې پاملرنې له امله کتابتونونه شاړ پراته دي
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې د کتابتون مشر سید عابد حسین وايي، یو مهال به کتابتونونو ته ډېری خلک ورتلل خو اوس د خلکو پاملرنه کمه شوې ده. نوموړي د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د ټولنیزو رسنیو له راتګ، د ډيجيټل او پرلیکه (ان لاین) کتابتونونو له فعالېدو او د حکومت له کمې پاملرنې وروسته خلکو کتابتونونو ته ورتګ تر ډېره حده کم کړی دی. حسین وايي، حکومت اوس هم د کتابتونونو لپاره وخت په وخت فنډونه ورکوي خو که هغه پیسې پر ځای ولګول شي، ممکنه ده خلک یو ځل بیا کتابتونونو ته مخه وکړي.